د ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د اتلولۍ تر لاسه کولو لپاره یو بل ګام نږدې شوه
سمیر هیبت
دوشنبه ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په دوام کې د ریال ماډریډ فوټبال لوبډله د اتلتیکو مادرید کوربه وه چې په پایله کې یې وکولای شول د کریم بنزیما او مارکو اسنسیو له خوا د ۲ ګولونو په وهلو سره دغې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د لالیګا د جدول په سر کې د ۸ امتیازونو په توپیر ځای ونیسي.
د ریال ماډریډ لپاره په دې لوبه کې کریم مصطفی بنزما په ۱۶مه دقیقه کې او اسینسیو په ۵۷مه دقیقه کې ګولونه وکړل. له بلې خوا، د سیالیو په دوام کې، بارسلونا د پامپلونا په لوبغالي کې د اوساسونا میلمه وه، چې دا لوبه د 2-2 پایلې سره مساوي پای ته ورسیده.