خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۶
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په مټې چينې سيمه کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د "يووالي جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د متون اتفاق کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د متون اتفاق او ساقي کلبونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ساقي کلب وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې متون اتفاق کلب ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

هرات؛ ملي پانګوال احمدشاه فقیري او هراتي ولسونو د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنه وستایله

په هرات ولایت کې د ملي پانګوال الحاج احمدشاه فقیري او هراتي ولسونو له لوري د یو ځانګړي جشن په ترڅ کې د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل وستایل او دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د مرحوم خواجه عبدالله انصاري زیارت ته ولاړه او د مرحوم په حق کې یې د دعا مراتب وړاندې کړل.

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډله هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د مرحوم خواجه عبدالله انصاري زیارت ته ولاړه او د مرحوم په حق کې یې د دعا مراتب وړاندې کړل.

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

BACK TO NEWS