د المپیکي او غیر المپیکي فدراسیونونو د رئيسانو غونډه چې د المپیک ملي کمېټې له لوري لوبغاړو ته د مرسته شویو پیسو و وېش په تړاو ځانګړې شوې وه نن ورځ د المپیک ملي کمېټې د غونډو تالا کې ترسره شوه.
د دې غونډې په پیل کې د لمپیک ملي کمېټې سرپرست رئيس انجنیر نظر محمد مطمئين وویل: په تېرو څو میاشتو کې د ورزشکارانو د فعالیتونو دوام د المپیک ملي کمېټې پام را اړولی چې نن ورځ يې لوبغاړ ته د مالي مرستې ژمنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه: ((که د فدراسیونونو همکاري نه وای، د المپیک ملي کمېټې راسره مرسته نه کوله))
ښاغلي مطمئین د المپیک ملي کمېټې له لوري د مرسته شویو پیسو د وېش په برخه کې په بشپړ عدالت ټينګار وکړ او زیاته يې کړه چې د کړنلارې سره سم دې عمل وشي.
هغه همدارنګه وویل، د المپیک ملي کېمټه چې د دې پروسې مدیريت په غاړه لري، د لوبغاړو په ټاکلو کې هېڅ ډول حق نه لري او د دې پروسې کنټرول او نظارت يې مسوليت دی.
نوموړي د فدراسیونونو له مسولینو وغوښتل چې د لوبغاړو د ټاکنې په برخه کې بشپړ عدالت وکړي او زیاته يې کړه: (( که دا پروسه په بریالیتوب سره ترسره شي، فدراسیونونه به تر دې ډېرې مرستې ترلاسه کړي.))
ورپسې د المپيک ملي کمېټې اجرایه رئيس دادمحمد اختري د مرسته شويو پيسو د وېش په کړنلاره لاره خبرې وکړې دغه راز د غونډې د ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل.
