د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله درېيمه لوبه مراکش ته بايلوده

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۵:۳
د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله درېيمه لوبه مراکش ته بايلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله درېيمه لوبه مراکش ته د ۴ - ۰ ګولونو په توپير بايلوده.

افغان لوبډلې له دغو سياليو څخه په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۹ - ۵ ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه او دويمه لوبه يې ايران سره دوه دوه مساوي کړې وه.

د فوټسال سیالۍ د ۸ هېوادنو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره کېږي، چې افغانستان په B ګروپ کې له تاجکستان، ایران او مراکش سره په يو ګروپ کې دی.

د اسلامي هېوادونو د پيوستون ۶م پړاو سیالۍ په ۲۳ ورزشي رشتو کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه ریاض ښار کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو په ګدون د نومبر په څلورمه پیل شوي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS