کابل؛ د ۵۵ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۵۷
کابل؛ د ۵۵ بایسکل ځغلوونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري د هېواد له ۱۴ ولايتونو څخه د ۵۵ بايسکل ځغلوونکو ترمنځ د سرکوي( جاده يي) سبک ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل څخه تر ننګرهاره پورې واټن کې پيل شوې.

په دې سياليو کې ورزشکارانو د لويانو کټګورۍ کې ګډون کړی، چې په پايله کې به يې ۲۵ تنه د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې د المپیکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د دې فدراسيون رئیس سيد نبي الله سادات، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ويلو ده، چې دغه سیالۍ د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي او په پايله کې به يې ۲۵ تنه د بايسکل ځغلونې د سرکوي سبک ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۸
Background image

ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اصیل لوبډلې د ۹ په ۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۵
Background image

BACK TO NEWS