د ورزش ادارې رهبرۍ د اسلامي پیوستون د سیالیو افغان ورزشکارانو او فوټسال ملي لوبډلې سره په سعودي عربستان کې ولیدل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۰:۴۴
د ورزش ادارې رهبرۍ د اسلامي پیوستون د سیالیو افغان ورزشکارانو او فوټسال ملي لوبډلې سره په سعودي عربستان کې ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق او د دغې ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د اسلامي پیوستون سیالیو په لړ کې له افغان ورزشکارنو او د فوټسال ملي لوبډلې مېشت ځای څخه د سعودي عربستان په ریاض کې وليدل.

په دغه لیدنه کې د ورزش ادارې رهبرۍ د فوتسال ملي لوبډلې تېره بریا وستایله او لوبغاړو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په پوره مېړانه او کوشش سره دغو سیالیو کې ولوبېږي ترڅو د هېواد لپاره ویاړونه راوړي.

همدارنګه افغان ورزشکارانو او د فوټسال ملي لوبډلې د ورزش ادارې رهبرۍ له ورتږ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې په پوره کوشش او پیاوړې روحیه په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

د اسلامي پیوستون ۶م پړاو سیالۍ د سعودي عربستان په کوربه‌توب په پلازمېنه ریاض ښار کې په ۲۳ ورزشي رشتو کې د روانې میلادي میاشتې په ۷مه رسما پیلېږي او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي، چې د افغانستان په استازولۍ له ۱۲ ورزشتو څخه ۸۳ ورزشکاران او ورسره پلاوي پکې ګډون کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۸
Background image

ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اصیل لوبډلې د ۹ په ۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۵
Background image

BACK TO NEWS