کابل کې د فوټبال اتم پړاو سیالۍ د چهار شنبې په ورځ پیلېږي

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۱۶ - ۱۲:۱۳
کابل کې د فوټبال اتم پړاو سیالۍ د چهار شنبې په ورځ پیلېږي

کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو د ب ګروپ سیالۍ سبا چهارشنبه د لېندۍ میاشتې په ۱۷ نېټه د کابل په ورزشي سټېډیوم کې پیلېږي.

د دې سیاليو په لړ کې لومړی داودزی لوبډله د سپهر پر وړاندې او د همدې ورځې په دوهمه لوبه کې رفاه لوبډله افغان ایليت سره د لوبې ډګر ته داخلېږي.

په کابل ښار کې د فوټبال دا سيالۍ چې ۳۰ لوبډلو پکې ګډون درلود د تلې مياشتې په ۲۸ نېټه د لوبډلو ترمنځ پیل شوې ويې.

داودزی، رفاه، سپهر، افغان ایليټ، جوانان شيوا، امید درخشان، سباوون او هدادیان هغه لوبډلې دي چې اتم پړاو سیاليو ته يې لار موندلې او د اتلولۍ خپلولو لپاره سیالي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS