افغانستان کې د یوې اونۍ له ۲۷ نومبر څخه تر ۲ د دسمبر په لړ کې ورزشي فعالیتونه

Afzal-af
افغانستان کې د یوې اونۍ له ۲۷ نومبر څخه تر ۲ د دسمبر په لړ کې ورزشي فعالیتونه

 

۱- ۲۷ نومبر په پروان ولایت کې د پاور لفټنګ سیالی دولسم پړاو ترسره شو په اوپن برخه کې حارث سخي زاده او په مخکښانو په برخه کې ذکریا دوستي لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

۲- ۲۷ نومبر په غزني ولایت کې د تکواندو دریم درجه ملي ورکشاب جوړ شو.

۳- ۲۷ نومبر په بلخ ولایت کې د کورش لوبې انتخابي لوبې ترسره شوي

۴- ۲۷ نومبر د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالی کې د والیبال لوبې ترسره شوې چې د بډیالي ځوانانو په کې لومړی مقام ترلاسه کړ

۵- ۲۷ نومبر په ننګرهار ولایت کې د ABC سوک وهنې سیالی ترسره شوي

۶- ۲۷ نومبر په هرات کې د فول رزم سپورټي کلپ پرانسیتل شو

۷- ۲۷ نومبر په هرات کې د کیوکوشین کان کراټې سیالۍ ترسره شوې

۸- ۲۸ نومبر په کندز کې د وزلوبې سیالی ترسره شوې

۹- ۲۸ نومبر د میدان وردکو د فوتبال غوره لیګ اتلولۍ د استقلال لوبډلې وګتله

۱۰- ۲۸ نومبر په کابل کې د پینګ پانګ د غوراوي دولسم پړاو پای ته ورسید.

۱۱- ۲۹ نومبر پ غزني کې د (AFC) رزمی سیالیو ۱۷م پړاو ترسره شو

۱۲- ۲۹ نومبر افغانی الاصله الماني سوک وهنوکی یما سعیدی فرانسوی سوک وهنونکی فواد السعیدی ته ماتې ورکړه

۱۳- ۳۰ نومبر په کابل کې د باسکتبال سیالیو ۷ پړاو د ارغندې په اتلولی پای ته ورسید.

۱۴- ۲۹ نومبر په بدخشان کې د وزلوبې سیالی پیل شوې

۱۵- ۲۹ نومبر په هرات کې د موی تای اتلولۍ جام سیالی ترسره شوې

۱۶- ۳۰ نومبر په بلخ کې د موي تای سیالی پای ته ورسیدې

۱۷- ۱ دسمبر راشد خان د زینب له کورنۍ سره مرسته وکړه

۱۸- ۱ دسمبر د پکتیکا ولایت د والی مرستیال د ورشی بیلابیلو کلپو څخه لیدنه ترسره کړه

۱۹- ۱ دسمبر د افغانستان د هوایی ورزشونو لوبغاړی په زړه پوری نوښت وکړ

۲۰- ۱ دسمبر د هلمند په موسی کلا ولسوالی کی د تکواندو سیالۍ ترسره شوي

۲۱- ۱ دسمبر یما شهید فوتبال لوبډلی د کابل د الف ګروپ اتلولی ترلاسه کړه

۲۲- ۱ دسمبر د المپیک ملي کمیټې مشورتی بورد ناسته ترسره کړه

۲۳- ۱ دسمبر په هلمند کې د ب ګروپ فوتبال سیالی پيل شوې

۲۴- ۱ دسمبر د لامبو وهلو فدراسیون مشر د همکارۍ ژمنه وکړه

۲۵- ۲ دسمبر په فاریاب کې د وزلوبې سیالی ترسره شوې

۲۶- ۲ دسمبر په فاریاب کې د همدلي جام فوتسال سیالي ترسره شوې

۲۷- ۲ دسمبر د کاپیسا په اله سای ولسوالی کی د استقلال کپ تر نامه لاندی د والیبال سیالی ترسره شوې