د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۲۲:۴۷
د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د اسيا سياليو قهرماني وګټله

د فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره افغان ملي لوبډلې د نويو ځوانانو درېيم پړاو اسيايي سياليو پايلوبه کې ايران ته د ۲ - ۱ ګولونو په توپير ماته ورکړه او په لومړي ځل يې د دغو سياليو قهرماني وګټله او د طلا تاریخي مډال یې په خپل نوم ثبت کړ.

افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې پرلپسې ازبکستان، بحرین، چین، ټایلنډ او د ایران پیاوړې لوبډلې ته ماته ورکړه.

د نويوځوانانو درېيم پړاو اسیایي سیالۍ د بحرین په کوربه‌توب د اتو هېوادونو په ګډون په دوه ګروپونو کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۳مه پیل شوي وې، چې نن(شنبه، د اکتوبر ۳۰مه) د افغان اتلانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS