ایران؛ د ایران د ملي ورزشي اتلانو سازمان د افغانستان د ورزش ادارې استازی ستایلی

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۲۳:۳
ایران؛ د ایران د ملي ورزشي اتلانو سازمان د افغانستان د ورزش ادارې استازی ستایلی

د ایران د ملي ورزشي اتلانو سازمان وړمه ورځ د خپلو ورزشي ملي اتلانو د ستاینغونډې پر مهال په ایران کې د مېشت افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د افغانستان د ورزش ادارې نمائینده موسی خدادادي هم ستایلی دی.

یاد سازمان په ایران د افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د افغانستان د ورزش ادارې د نمائینده موسی خدادادي ورزشي فعالیتونه ستایلي او تقدیر کړي دي.

په ایران کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د افغانستان د ورزش ادارې نمائینده موسی خدادادي هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا به د افغانستان او ایران ترمنځ ورزشي اړیکې لا پیاوړې کړي او ورزش د هیوادونو ترمنځ د ښه ارتباط وسیله ده.

دا غونډه د ایران د پلازمېنې تهران د پارالمپیک په کمېټه کې جوړه شوې وه، چې د یاد هیواد ورزشي مسوولینو هم پکې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS