پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۴:۵۳
پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نعمت الله روان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نعمت الله روان او قسمت الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه نعمت الله لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ. قسمت الله لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ۲۲۰ منډې وکړې او د پنځو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۴۰
Background image

رسنيز بلنلیک!

 

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۳۷
Background image

د کورش افغان ورزشکار د کورش نړۍ والو سیالیو کې ګډون کوي

د کورش افغان ورزشکار جاوید جوهري ‘’ د ازبکستان د ولسمشر ډالۍ’’ په نوم د کورش نړۍ‌والو سیالیو کې ګډون کوي.

یادې سیالۍ له ۲۰۲۲ کال راپدېخوا، هر کال د فرانسې په کوربه توب په پلازمېنه. . .

BACK TO NEWS