د کندهار د ورزش او بدني روزني ریاست د بینوا د لوړ زده کړو د موسسې په مرسته خپل ټول کاري سیستم (فنی امور، اداری امور) الکترونيکی سیستم ته تبدیل کړل.
یاد سافتویر چي د بینوا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو هریو
انجینر محمد بشیر ارشاد
انجینر سید کریم شاه روحانی
انجینر شیر احمد پوپل
انجینر محمد نسیم میوندوال په هلو ځلو ترتیب شوي وو چی فعلا به په افلاین شکل کار کوي.
KDPES
سافتویر چي مختلف بخشونه لري پرون د کندهار د ورزش او بدني روزنی د ریاست په کنفرانس روم کې په داسی حال کي د انجینر محمد بشیر ارشاد لخوا تشریح شوه چی د کندهار د ځوانانو چارو امر حفیظ الله پوپل، د کندهار د بینوا پوهنتون مرستیال رفیع الله مزمل او د کندهار ولایت ټولو ورزشی فدراسیونو مسؤلینو ګډون کړي وو.
چی د پروګرام په اخر کې د کندهار د ورزش او بدني روزنې رئیس سید کریم شاه روحاني د مننې ترڅنګ د بینوا پوهنتون و رهبري او محترمو انجینرانو ته مننلیکونه ورکړل .
نوټ: تراوسه پورې د ټول افغانستان په ټولو ورزشي ریاستونو کې داسې نوښت نه دي ترسره شوي
