فياض احمد ابراهيمي د اسيايي سياليو په رزمي برخه کې د برنزو مډال وګاټه
د رزمي لوبو افغان ورزشکار فياض احمد ابراهيمي د نويو ځوانانو اسيايي سياليو په رزمي برخه کې خپل قرغیزستاني او هندي سيال ته په ۷۵ کيلو ګرامه وزن کې ماته ورکړه او د برنزو مډال ګټونکی شو.
همدارنګه د رزمي سياليو بل افغان ورزشکار احمد قيومي هم نن خپل هندي سيال ته ماته ورکړه.
ابراهیمي به سبا له خپل حریف سره د نقرې مډال او قیومي د برنزو د مډال لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سيالۍ د ۴۵ هېوادنو په ګډون په ۲۷ورزشي رشتو کې ترسره کېږي، چې نږدې ۵۰ افغان ورزشکاران او ورسره پلاوي به په اتو ورزشي رشتو کې د سياليو ډګر ته ښکته شي.
يادې سيالۍ د بحرين هېواد په کوربهتوب د روانې ميلادي مياشتې په ۲۲مه پيل شوي او تر ۳۱ مې نېټې به دوام وکړي.
