دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې محمد علي لومړی، حسین فراز دویم او نوروز بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
