د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسیایي سیالیو پر دوام؛ افغان کورشکار روح الله نظري د برنزو مډال ګټونکی شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۹:۳۳
د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسیایي سیالیو پر دوام؛ افغان کورشکار روح الله نظري د برنزو مډال ګټونکی شو

د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالۍ چې د ٤٥ هېوادونو په ګډون په بحرین کې پیل شوي دي، پر دوام يې افغان کورشکار روح الله نظري د برنزو مډال وګاټه.

ښاغلي نظري په ۸۳ کیلو ګرامه وزن کې خپل قرغیزستاني سیال ته ماتې ورکړه، خو په نيمه پايلوبه کې يې له خپل ايراني سيال ماتې وخوړه او د برنزو مډال يې وګاټه.

د ويلو ده، چې له نظري وړاندې محمد يحيی محمدي هم د دغو سیالیو په ٦٥ کیلو ګرامه وزن کې خپلو ټایلنډي او ترکمنستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو د برنزو مډال ګټلی و.

د نویو ځوانانو درېیم پړاو آسيايي سیالۍ د بحرین په کوربتوب له ٤٥ هېوادونو د ٢٠٠٠ ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي، چې له افغانستان څخه په اتو بېلابېلو ورزشي رشتو کې ٣١ تنه ګډون کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS