د المپیک ملي کمېټې مشورتي بورډ ناسته وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۸:۵۵
د المپیک ملي کمېټې مشورتي بورډ ناسته وکړه

د المپیک ملي کمېټې مشورتي بورډ ناسته وکړه

د افغانستان المپیک ملی کمېټې د وروستیو تحولاتو په پایله کې د المپیک پر پرمختګونو، لاسته راوړنو او ځينو ستونزو د حل په موخه مشورتي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د یادې کمېټې دالمپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن قطر کې د المپیک نړۍوالې کمېټې او المپیک اسیايي کمېټې سره د لیدنو، ژمنو او همکاریو اړوند تفصیلات وړاندې کړل او د ورزش د لا ښه کېدو د ملاتړ د ډاډ څرګندونه يې وکړه.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې اجرايوي مشر دادمحمد پاینده اختري هم د ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د سلو ورځو ورزشي فعالیتونو جزییات وړاندې کړل.

د نوموړي په خبره د قطر په دوحه کې د سنوکر او بیلیارد، د پاکستان په اسلام اباد کې د تکواندو د مډال ګټونکو سیالۍ او همدارنګه ترکیه کې د فوټبال ټيم بریا د المپیکي لوبو بهرني فعالیتونه دي.

همدارنګه په کور دننه په خوست، هلمند، روزګان، بدخشان، کندوز، جوزجان، هرات، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، کندهار او د هېواد ګوټ ګوټ کې لسګونه بېلابېلې سیالۍ ترسره شوې دي.

یاده دې وي په دې ناسته کې ژمنه وشوه چې د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره به د المپیک نړۍوالې کمېټې تګلار په پام کې نیسي او د افغان ورزش د لا پراخېدو، ځواکمنېدو او روڼتیا لپاره به هڅه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS