غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B ګروپ سیالۍ پيل شوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د ګیلان ولسوالۍ په صاحب زاده ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B ګروپ سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حضرت شاه بازار لوبډلې خپلې سیالې شهباز چمبران لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

