راشد خان بنسټ؛ له زینب او کورنۍ سره يې مرسته وکړه
راشد خان بنسټ؛ له زینب او کورنۍ سره يې مرسته وکړه
زینب هغه معصومه ماشومه ده چې تصویرونه یې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې خپریږي.
د زينب پلار په نشه يي توکو روږدی دی او زينب د خپلې کورنۍ د ډوډۍ د پيدا کولو لپاره د کابل په کوڅو کې خيرات ټولوي.
دا ښکلې نجلۍ د کابل په کوڅو کې له اوښکې ډکو سترګو سره د خیرات ټولولو پر مهال د خلکو پام ځان ته واړوه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي خیریه بنسټ د دغې نجلۍ مرستې ته ورغلی او د هغې د کورنۍ لپاره یې د خوراکي توکو د برابرولو ترڅنګ د زینب او خور لپاره یي کتابچه او قلمونه هم ورکړي دي.
د یادونې وړ ده چې د راشد خان بنسټ ژمنه کړې ده چې د زینب او دهغې د خور لپاره به د زده کړو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د کرکټ د ملي لوبډلې بل لوبغاړي نوین الحق د دغې نجلۍ ویډیو يي په خپل فیسبوک پاڼه خپره کړې چې له خپلو مینه والو یې غوښتي چې د یادې انجلۍ پته یې ولیږي.
