کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۲
کابل کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

دالمپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سنوکر او بليارد ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۲۰ ولايتونو څخه د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ملي ټاکنيزې سيالۍ د کابل ولايت، د شهرنو په V.I.P او V.I.P پلس کلبونو کې پيل شوې.

په دې سياليو کې به ورزشکاران په درېیو عمري کټکوريو نويو ځوانانو، ځوانانو او ماسټرانو کې د يو بل پر وړاندې سيالي ترسره کړي، چې په پايله کې به يې د نويو ځوانانو له کټګورۍ ۱۴ تنه، د ځوانانو له کټګورۍ ۱۶ تنه او د ماسټرانو له کټګورۍ ۱۰ تنه، چې ټولټال ۴۰ تنه ورزشکاران کېږي، د سنوکر ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه سيالۍ د هېواد د ورزش ادارې د پلان او ستراتيژۍ سلاکار او د سنوکر ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال ګلاب الدين خپلواک، د دې فدراسيون رئيس وحيدالله اصغري، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او يو شمير د سنوکر مينوالو په حضور کې پيل شوې.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د سنوکر ملي لوبډلې فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۲۱:۳۹
Background image

والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو پایلوبې ته ووتله

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې کوربه بنګله دېش لوبډلې ته ۱/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې سیالیو پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

له دې وړاندې هم افغان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۲۱:۳۸
Background image

په محدودو امکاناتو سترې لاسته راوړنې، افغانستان اسیایي لوبو کې تراوسه څلور مډالونه ګټلي

افغان لوبغاړو د بحرین په کوربتوب د ځوانانو درېیم پړاو اسیایي سیالیو کې څلور مډالونه ګتلي، ورته وخت کې فوټسال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې هم په دغو سیالیو کې ښه کارکردګي کړې او لویو. . .

BACK TO NEWS