کابل کې نږدې ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ په ورزشي نندارو سره پيل شوې 

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۹:۲۵
کابل کې نږدې ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ په ورزشي نندارو سره پيل شوې 

د المپيک. بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې او موټر سايکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د ګلبهار انوسټمنټ شرکت په مالي ملاتړ  د ملک اصغر  له څلور لارې څخه تر جلال اباد ښار پورې نږدې د ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ د ۵۰ بايسکل ځغلونکو له لوري په سرکوي ( جاده يي) او غرني ( کوهستاني) دوو جلا سبکونو د پيل تر څنګ ۲۵ بايسکل ځغلونکو له لوري په فري سټايل سبک کې ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

د دغو سياليو په پرانيسغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د بايسکل ځغلونې ملي فدراسیون رئيس سید نبي الله سادات، د ګلبهار انوسټمنت د پانګونې شرکت اجرائيه رئيس غلام رباني رباني، د ورزش ادارې مسؤلينو او بايسکل ځغلونکو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: « زموږ ورزش، چې دغه مقام ته را رسېدلی دی دا د همدغو هېوادوالو او شخصي سکتورونو د ملاتړ وجه  او د ورزشکارانو شهامت دی، چې له يو کال څخه بل کال ته لا ښې لاسته راوړنې لرو.» په پای کې ځدراڼ بيا هم له ګلبهار انوسټمنټ شرکت څخه مننه وکړه، چې د يادو سياليو مالي ملاتړ يې وکړ.

ورپسې د ګلبهار انوسټمنټ اجرائیه رئیس له ورزش ادارې څخه مننه وکړه، چې ځوانانو ته یې د ورزش زمينه برابره کړې ده، نوموړي زياته کړه« ګلبهار ګروپ همېشه د هېوادوالو خدمت کړی او دا ځل يې د ورزش په برخه کې د بايسکل ځغلونې دغه دوستانه سياليو مالي لګښت په غاړه اخیستی دی او له ورزش ادارې سره به په راتلونکي کې هم همکار يو او نورو تجارانو او شخصي بنسټونو باندې دا غږ دی، چې د ورزش په برخه کې هېوادوالو، ورزشکارانو او ورزشي بنسټونو سره مرسته وکړي.»

هېره دې نه وي دغه سيالۍ د مرکز، ميدان وردګ، لوګر، ننګرهار او لغمان ولايتونو بايسکل ځغلونکو ترمنځ په ۱۵۰ کيلو متري واټن کې پيل شوې.

د يادو سياليو موخه را تلونکو سياليو ته د بايسکل ځغلونکو لا ښه چمتووالی دی

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوه.

. . .
جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۴
Background image

هوالباقي

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د فوټبال ملي فدراسیون ډایرکټر تخنیک او مدرس محمد حامد میوند دوه ورځې وړاندې په کورنۍ لانجه کې تر ټپي کېدو وروسته نن شپه وفات شوی او له فاني نړۍ. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۵ - ۱۳:۵۲
Background image

بلخ؛ شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په شور تپې ولسوالۍ کې د ٦٠ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۳ جوړو. . .

BACK TO NEWS