پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جوجیتسو فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د جوجیتسو راتلونکو سیالیو ته د چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
