مطمئن: ورزش نور هم د غوړېدو په حال کې دی
د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست رییس انجینر نظرمحمد مطمئن وايي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې ورزشي فعالیتونه دا په ډاګه کوي چې ورزش نور هم د غوړېدو په حال کې دی.
نوموړي چې د سرې میاشتې په تالار کې د کابل د پینګ پانګ د دوولسم پړاو سیالیو د پای په مراسمو کې خبرې کولې وويل، تر خپله وسه هڅه کوي چې لا هم د ورزش او ورزشکارانو ملا وتړي او همکاري يې وکړي.
ښاغلي مطمئن په یادو لوبو کې بریالیو کسانو ته د جوایزو د وېش تر څنګ زیاته کړه، چې له هېواده ځينې وتلي ورزش کاران باید بېرته تشریف راوړي، دا ډول تالارونه او ورزشي میدانونه د دوی په خدمت کې دي.
یاده دې وي په دې په سیاليو کې د تنکيو ځوانانو په برخه کې منیب شریفي لومړی مقام، انیب شریفي دویم او مبین صمدي درېیم مقام خپل کړ.
د لویانو په برخه کې وحید سادات اتلولۍ وګټله، سلام قاسمي دویم مقام خپل کړ او شاکر مومن زاده درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا لوبې د ۴۵ ورزشکارانو تر منځ د دوو ورځو په موده کې ترسره شوې.
