میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۱۱ - ۱۷:۵۵
میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز میدان ښار کې د ١١٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې څلورم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ١٣ تنه د ياد ولايت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

دا سیالۍ د سوک وهنې د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۳
Background image

پکتیکا؛ په سروضه ولسوالي کي د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

دغه سيالۍ چې ۱۷ ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې خيال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ارزګان؛ په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکیټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۴۸
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز ښار کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌ وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار سیار ورزشي کمپ کې د ۵۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې. . .

BACK TO NEWS