په افغانستان کې د تورې وهلو د فدراسیون تاریخ
توره وهل یوه رزمي لوبه ده چې دوه ورزشکاران په یوې تورې سره لوبه کوي، د تورو سره لوبه د پیړیو راهیسې په دودیز ډول په جنګونو کې تمرین شوي، داسې انګیرل کیږي چې د تورې سره لوبه د سپورټ په توګه په لومړي ځل په هسپانیه کې پیل شوې وي.
د تورې وهلو لوبه د اتلسمې پیړۍ له وروستیو راهیسې د سپورت په توګه تعریف شوي، د تورې وهلو لومړی ښوونځی په ۱۶۱۰ کې د فرانسې په پاریس ښار کې پرانیستل شو.
دغه لوبه د ١٨٩٦ کال د دوبي د اولمپيک په ټولو پړاوونو کې تر سره شوې ده . تورې وهنه يوه له هغو پنځو لوبو څخه ده چې د اولمپيک په ټولو پړاونو کې تر سره شوې ده. د دغه سپورت سيالۍ په دريو سبکونو کې تر سره کيږي : فلوره ، اپه و سابر د یادولو ده چې د تورې ډول او د لوبې قواعد په هر سبک کې توپیر لري.
د طارق روشنګر په وینا: د با صلاحیته چارواکو څخه د فعالیت د حکم په ترلاسه کولو سره د تورې وهلو فدراسیون په ۱۳۸۵ لمریز کال کې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ او په پنځو ولایتونو کې فعالې نمایندګۍ لري چې په دې برخه کې د ملي لوبډلې د غړو ټولټال شمېر ۵۴ تنو ته لوړېږي.
د یاد فدراسیون لوبغاړو په څو بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی چې په تیرو کلونو کې د سویلي آسیا په سیالیو کې 16 مډالونه ګټلي دي.
دین محمد صافی په هیواد کې د دې فدراسیون بنسټ ایښودونکي او لومړنی رئیس دی او په ١٣٩٧ کال کې طارق روشنګر د ټاکنو وروسته د یاد فدراسیون د رییس په توګه و ټاکل شو. سمیر هیبت