غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۱۳
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ د ۲۵ ښوونځیو ترمنځ د ( معارف جام ) په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې فیضیه نارینوو لېسې لوبډلې خپلې سیالې بالاسر علودال لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د والیبال لوبو ته د زده کوونکو هڅول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۵۶
Background image

کابل ښار کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو استعداد موندنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په مرسته او د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د کابل ښار له مختلفو کلبونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې د ووشو استعداد موندنې. . .

BACK TO NEWS