هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د بنادر ځوانانو او اميري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اميري لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸۵ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې بنادر ځوانانو لوبډلې ياد هدف په شپږم ارو کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دا سيالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
