غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۱:۵
غزني؛ اندړو ولسوالۍ کې د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو د ۸۰ نېزه وهونکو ترمنځ په ۲۰ سیکشنونو کې د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې محمد انور لوبډلې د ۶۵ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، سرحدي لوبډلې د ۵۶ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او حاجي فتح محمد لوبډلې د ۴۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د نېزه وهلو ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۱
Background image

کندز؛ په چهاردره ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون او چهاردرې ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د چهار درې ولسوالۍ په شیرزاد ورزشي لوبغالي کې د ۶ لوبډلو ترمنځه د والیبال سیالۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۵۸
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پښتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۰:۳۳
Background image

خوست کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د حمیدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS