پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرېکټسیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۰
پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرېکټسیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سید محمد او ماسټر ګوهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سید محمد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. ماسټر ګوهر لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS