هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د آزاد بلوچستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې آزاد بلوچستان لوبډلې خپلې سيالې سیلاب لوبډلې ته د ۱ پر صفر گول په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.
