غزني؛ ګیرو ولسوالۍ کې د ۴۵ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د ۴۵ نېزه وهونکو ترمنځ په ۱۲ سیکشنونو کې د نېزه وهلو سیالۍ ترسره شوې.
دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایله کې محمد عثمان وفادار لوبډلې لومړی، ډاکتر ساګر لوبډلې دویم او DC لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د نېزه وهلو ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او نېزه وهونکو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.