زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۲
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې د اول نمبر لېسې الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د اول نمبر لېسې الف، قرباغي، مقر الف او اول نمبر لېسې ب لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې اول نمبر لېسې الف لوبډلې خپلې سيالې مقر الف لوبډلې ته د ۳ پر ۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې نمانځل و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS