کابل کې د زورخانه يي غېږ نيونې ټاکنيزې سيالۍ د ۴۰ غوره ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۵/۳۱ - ۴:۰
کابل کې د زورخانه يي غېږ نيونې ټاکنيزې سيالۍ د ۴۰ غوره ورزشکارانو په ټاکلو سره پای ته ورسېدې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د زور خانه يي ورزشونو، غېږنيونې او پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار له ۱۶ کلبونو څخه د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زور خانه يي غېږنيونې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د دوو عمري کټګوريو نويو ځوانانو او ځوانانو په بېلابېلو وزنونو کې پيل شوې وې، چې په پايله کې يې ۲۰ تنه د ځوانانو له کټګورۍ او ۲۰ تنه د نويو ځوانانو له کټګورۍ د کابل ولايت د زور خانه يي غېږنيونې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادونې وړ ده، چې د دغه سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د دې فدراسيون رئيس مصطفی نورستاني، ورزشي مسوولينو او ګڼ شمير د پهلوانۍ مينوالو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS