کندز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۴۹
کندز کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون له استازولۍ سره په همغږي د راشد ولي زاده په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند ولي زاده ورزشي جمنازیوم کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې خان زاخېل لوبډلې د ۲۵ پر ۱۹ نمرو په توپیر خپلې سیالې قلعه زال ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS