کابل؛ د هېواد د فتحي په مناسبت ورزشي ميله ترسره شوه 

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۹:۳۹
کابل؛ د هېواد د فتحي په مناسبت ورزشي ميله ترسره شوه 

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست کابل کې د اسلامي امارت د فتحي او بیا واکمنيدو څلورم کال په ورزشي نندارو او جشن سره ونمانځه، په دغه مراسمو کې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو برخه اخيستې وه، چې په د مختلفو نندارو په ترسره کولو سره يې دغه جشن ته خوښې ور  وبښله. 

  دغه مراسم د ورزشکارانو په رژې سره پيل شول، چې د جشن په جريان کې د پارکور، جمناسټيک، ووشو او تورې وهنې ورزشکارانو له لورې په زړه پورې نمايشات نندارې ته وړاندې کړل، چې د حاضرينو، د هېواد ورزش ادارې او د اسلامي امارت د مسوولينو له لوري وستايل شول. 

دغه مراسم د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، رئيسانو او مشاورينو، د کابل امنيه قوماندان مولوي ولي جان حمزه، د بېلابېلو فدراسيونونو رئيسانو، ورزشکارانو او عامو خلکو ګډون کړی و. 

مولوي احمدالله وثيق په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د برياليتوب او د دې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هېوادوالو او ورزشکارانو ته وويله او په ټول هېواد کې يې د سراسري امنيت ارامۍ خوښي وښوده، او زياته يې کړه، چې دغه ډول برنامي، د ملي يووالي او خوښۍ نښه ده. 

  همدارنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت غړي مولوي عبدالحق حماد هم د اسلامي امارت د فتحي ورځ يو له پرتمينو ورځو او د هېواد د سرلوړۍ لپاره له وياړه ډکه وبلله او په دغه مراسمو کې يې د بېلابېلو رشتو د ورزشکارانو په ګډون خوښي وښوده. 

د دې مراسمو په پای کې د بېلابېلو ورزشونو ډلې د کابل ښار سړکونو ته ووتلې او د مختلفو نندارو په ترسره کولو سره يې دغه له وياړه ډکه ورځ په شور او ولولو سره ونمانځله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

اتلتیکو بلبائو او رئال سوسیداد د اسپانیا حذفي جام کې نیمه پایلوبې ته ووتې

د اسپانیا حذفي جام فوټبال سیالیو اتو غوره لوبډلو پړاو کې اتلتیکو بلبائو لوبډلې والنسیا ته د ۲ - ۱ او رئال سوسیداد لوبډلې دیورتیو الاوس ته د ۳ - ۲ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دواړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کې داتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د وادن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پیروزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS