هرات کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۲۶
هرات کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کینګ کلب کې له لسو کلبونو د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې عبدالرحیم اکبري لومړی او محمد قیوم الکوزي دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د اسد ۲۴ تمه د ا.ا.ا. د فتحې ورځې نمانځل و؛ د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS