د شاهین اسمايي لوبډلې د امن جام اتلولي وګټله

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۸/۲۲ - ۹:۵۳
د شاهین اسمايي لوبډلې د امن جام اتلولي وګټله
د شاهین اسمايي لوبډلې د امن جام اتلولي وګټله د شاهین اسمايي لوبډلې وکولای شول په امن جام سیالیو کې د ۱۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دې لوبو اتلولي خپله کړي. د دغو سياليو وروستۍ لوبه کې د عقابان هندوکش لوبډلې وکولای شول چې په ۳ ګولونو سره د میوند اتلانو لوبډلی ته ماته ورکړي. د سیالیو په وروستۍ ورځ مراسمو کې نعمان ولیزاده ته د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو او نبي اسحق زي د طوفان هریرود لوبډلې لوبغاړي د ۶ ګولونو په وهلو سره د دې سیالیو غوره ګولونکی ونومول شو. د یادولو وړ ده چې د دې ټورنمنټ د اخلاق جام د میوند اتلان لوبډلې ته ورکړل شو او د شاهین اسمايي لوبډلې ګول ساتونکی کاوش حیدري د امن جام غوره ګول کیپر وټاکل شو. دغه لوبې تېره اونی د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د شپږو لوبډلو په ګډون په کابل کې پيل شوې وې چې نن د شاهین اسمايي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS