زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له درېیوو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې د عبدالمالک عبرت کلب ورزشکارانو لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبوته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.