نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ په همکارۍ او د وایګل نارینه عالي لېسې له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې لسم ټولګي لوبډلې خپلې سیالې دولسم ټولګي لوبډلې ته د ۱۲/۷ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د زده ګړیالانو ترمنځ د والیبال لوبو ته وده ورکول او د دوی ترمنځ دوستانه فضا رامنځته کول و.
