ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۸:۵۸
ننگرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د گوړکو سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د گوړکو سوپر سټار او ايم ايس زيډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه گوړکو سوپر سټار لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې ايم ايس زيډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۹ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۰ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS