پکتيکا کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز ښکلا جيم کې له بېلابېلو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې سيد امين لومړی، محمد امين دويم او محمد اسحاق بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د نويو استعدادونو رابرسيره کول وو، چې په پای کې د ښکلا جيم مسؤولينو له لوري گټوونکو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
