خوست؛ په مرکز متون ښار کې د مطيع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۲۱
خوست؛ په مرکز متون ښار کې د مطيع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د مرحوم مطیع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ چې دوه مياشتې به دوام وکړي، د پيل لوبه يې د ډينجر او شمسي خېلو لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه ډينجر لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۲۳ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شمسي خېلو لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۱۹ منډو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS