پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د اتحاد په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې جاني خېلو الف لوبډلې خپلې سيالې زړې کلا لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه د په ليرې پرتو سيمو کې ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.
