پکتیا کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سیالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۵۰
پکتیا کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کيک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار حلیمي ورزشي کلب کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينگ دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۷ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

دا سیالۍ د کيک بوکسينگ راتلونکو ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندلو په موخه وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS