کابل کې ۱۷۰ ورزشکارانو ته د ای ټي اف تکواندو نړيوال تخنيکي سيمينار پای ته ورسېده
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د ای ټي اف تکواندو ملي فدراسيون په نوښت د هېواد له ۱۳ ولايتونو ۱۷۰ ورزشکارانو ته د ای ټي اف تکواندو نړيوال تخنيکي سيمينار، چې درې ورځې مخکې پیل شوی و پای ته ورسېده.
په دغه درې ورځني سيمينار کې له کوريا هېواد څخه د ای ټي اف اسيايي فدراسيون مدرس هونګ يونګ دو له لوري د بنسټيزو تکنيکونو، د فرمونو اصلاح کول، د نحوې صحي حرکتونه او د تکنيکونو د اجرا په وخت کې بيومکانيکي اصولو د پېژندلو په موضوعاتو خبرې وکړې.
د دغه سيمينار د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ای ټي ایف تکواندو رئیس محمد شعیب رحماني، د دغه سيمينار مدرس ماسټر هونګ يونګ دو، د پاکستان هېواد د ای ټي اف تکواندو فدراسيون رئیس رانا صداقت علي، د ای ټي اف تکواندو ملي فدراسیون رهبري غړي او د يادې برخې ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق په خپلو خبرو کې د تخنيکي ظرفيتونو د لوړاوي په برخه کې د روزنيزو برنامو پر اساسي ارزښت تاکيد وکړ. دغه راز نوموړي د دغه ډول سيمينارونو نه يوازې د زده کوونکو د پوهاوي په برخه کې يو اغيزمن ګام بلل کېږي بلکې دا په هېواد کې د ورزشي بنسټونو د ورزش په پراختيا کې او له نړيوالې ټولنې سره د تجربو په شريکولو کې د صادقانه تعهد ښکارندوی دی.
همدارنګه نوموړي زياته کړه: د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همدې هڅه کې ده، چې د هېواد ورزشکارانو ته تخصصي زده کړې، د علمي طرحو جوړولو، په علمي طرحو پورې تړلي او پرمختللي امکانات چمتو کړي.
د ياد سيمينار موخه د ای ټي اف تکواندو ملي فدراسیون ورزشکارانو فني ظرفیت لوړول او د ځوانانو ترمنځ وده ورکول و؛ د سيمينار په پای کې ګډون کوونکو ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
