پکتیا؛ په ګردېز ښار کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار، پکتیا ورزشي سټډیوم کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو فدراسیون ټاکنیزې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې ۱۸ ورزشکارانو د پکتیا ولایت منتخبه لوبډلې ته وټاکل شول.
