هرات کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کروخ ولسوالۍ کې د يادې ولسوالۍ په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې فتح تاجيک ها لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه کروخ ولسوالۍ ته د غوره لوبغاړو موندل او ځوانو ته مثبته انګېزه ورکول دي.
