کندز کې د سل ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د سل ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې پنځوس تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
يادې سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
