د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل عماني او بحریني سیالانو ته ماته ورکړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۲:۲۶
د سنوکر افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي خپل عماني او بحریني سیالانو ته ماته ورکړه

د افغانستان د سنوکر ملي لوبدلې لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر اتلولۍ نړۍ‌والو سیالیو په ماسټر برخه کې د بحرین او عمان هېوادونو لوبغاړو ته د ۳ – ۰ نمرو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته یې لاره ومونده.

دغه سیالۍ د ماسټر او شپږ بالونو په دوو جلا برخو کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولۍ له لویانو څخه صالح محمد محمدي او له نویو ځوانانو څخه احمد نعمان نعمان پکې ګډون لري.

د ویلو ده، چې صالح محمد محمدي به راتلونکې سیالۍ کې د متحده عربی اماراتو لوبغاړي محمد الجوکر سره نن ماښام د کابل پر مهال ۶:۳۰ دقیقې سره سیالي وکړي.

یادې سیالۍ د ۲۵ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مه د بحرین هېواد په کوربه‌توب په مانامه ښار کې پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۵
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۵۲
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له لوري د پکتیکا ورزشکار وکیل احمد پکتین وستايل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پکتیکا ولایت د بدن ښکلا ورزشکار وکیل احمد پکتین، چې څو ورځې وړاندې یې د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه د غزني ولایت تر مرکزي چوک پورې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

کابل کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري د کابل ښار محمد باقر په ورزشي جمنازیوم کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د یاران عطايي لوبډلې. . .

BACK TO NEWS