بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۴۹
بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز مزارشريف ښار په ستورو کمپ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د ووشو سيالۍ وشوې.

يادې سيالۍ، چې په تک فايټ ډول د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS