ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۶:۱۳
ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د توخي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ځوان پاچا او توخي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ځوان پاچا لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٥ منډو هدف وټاکه. توخي لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۹:۴
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۵۰
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۷
Background image

کاپيسا؛ تگاب ولسوالۍ کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د تگاب ولسوالۍ په پارکور مرکزي کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د لاس چپه کولو. . .

BACK TO NEWS